صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۸, یکشنبه

د مې لومړۍ، كارګران د جنايتو اصلي قربانيان


د ۱۸۷۲ كال په ژمي كې د امريكا په شيكاګو ښار كې زرګونه كسان د اورسوځيدنې له امله بى كوره او د سختې ولږې سره مخامخ شول، چې ټول يې زياركښه كارګران ول. دا اور سوځيدنه لامل شوه چې كارګران يو ستر لاريون په لاره واچوي چې دې لاريون پانګوال نظام ته سخت ټكان وركړ او پانګوالان يې د نوې ننګونې سره مخامخ كړل، ځكه چې د دې معترضو لاريون كوونكو په بيرغونو ليكل شوي ول: يا ډوډۍ يا وينه! 

كه څه هم پانګوالو دا ستر لاريون په سخته وځپو، خو د دې اعتراض پرتمينې شيبې تلپاتې شوې او د كارګرانو نړيواله ورځ يې رامنځته كړه چې هر كال د ټولې نړۍ د كارګرانو لخوا په ډير برم او پرتم سره د پيوستون په موخه لمانځل كيږي. 

پانګوالان تل هڅه كوي چې د كارګرانو نړيوال ورځ د طبقاتي منځپانګې څخه تشه كړي او دا مبارزاتي ورځ لكه نورو عادي ورځو په شان د "كاركوونكو" ورځ ونوموي. خو په تيرو ۱۳۹ كالو كې د كارګرانو طبقاتي مبارزې ښودلې ده چې دا ورځ د "كاركوونكو" ورځ نه بلكې د ښكيلاك او زبيښاك په وړاندې د طبقاتې مبارزې د ژمنتيا د تازه كولو ورځ ده.  دا ورځ د پانګوالۍ د زبيښاك په وړاندې د نړۍ د ټولو كارګرانو د پيوستون ورځ ده.

 كه څه هم پانګوالان كوښښ كوي  چې د كارګرانو انقلابي پتنسيل وځپي، خو په دې وروستيو څو مياشتو كې په منځني ختيځ او په تيره بيا په تونس كې كارګري پاڅونونو وښوده چې  كارګران په پيوستون سره كولاې شي د زورواكانو او د نړيوالې امپراتورۍ  د لاسپوڅو زبيښاكګر نظام ړنګ كړي. په تونس كې دا د كارګرانو اتحاديه وه چې وې كړاى شول د ولسي پاڅون لمبې بل كړي، چې ډير ژر يې د منځني خيتځ او ان د افريقا د شمال ځينې برخې ونيولې. 

په افغانستان كې، په داسې حال كې د كارګر نړيواله ورځ لمانځل كيږي چې د 49 هيوادونو سرتيري او طالبان دا زياركښ انسانان په خپلو بريدونو كې وژني او د دې دواړو خواوو اصلي قربانيان كارګران او زياركښان دي. 

كارګران سره له دې چې د ژوندانه ټول نعمات توليدوي او د هيواد اقتصادي څرخ د همدې طبقې په لاس كې دى او په بيلابيلو سكتورونو كې كار كوي او يو شمير زيات يې د لويو ښارونو په څلور لارو كې د كار موندنې په تمه ورځ پاى ته رسوي، خو په خپله د لومړني انساني حقوقو څخه بې برخې دي او د مادي نعماتو څخه هومره حصه وركول كيږي چې د د لا كار لپاره د دوې د ژوندي ساتلو لپاره كافي وي.  

په داسې حال كې چې كارګران د ټولو طبقاتو تر منځ مخكښه او انقلابي طبقه ده او كولاې شي په سياسي، اقتصادي او ټولنيزو بدلونونو كې ټاكلې رول ولوبوي، خو په تيرو كلونو كې  ځينو لاسپوڅو نه يوازې د دې مخكښې طبقې په نامه د هيواد سياسي او اقتصادي استقلال او خپلواكۍ په بهرنيو وپلورله، بلكې  د دې طبقې ايدئولوژي او فكر ته يې هم خيانت وكړ. د تنظيمي جګړو پر مهال هم زياركښان او په ځانګړي توګه كارګران، د جګړې اصلي قربانيان ول. اوس هم چې بهرنيان په هيواد كې شتون لري او د سياست تر څنګ، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزو چارو لپاره پاليسي جوړوي، دا ټولې پاليسيانې د زياركښانو د منافع په خلاف طرحه كيږي او همدا لامل دى چې ورځ تر بلې كروندګر، كوچني بوروژوازي د كارګرانو كاروان سره يوځاى كيږي او لويې څلورلارې د كار د موندنې په موخه ډكوي. خو د كار د موندنې پر ځاې د سپكاوي، توهين او تحقير سره مخامخ كيږي او د اوسنې دولت ټولې ناخوالې د همدې زياركښانو په اوږو باريږي.  

په داسې حال كې چې كارګران، څه ميرمنې او څه نارينه، د اوسني جنايتونو اصلي قربانيان دي او د دې پر ځاى چې د دې طبقې د منافعو او ګټو څخه دفاع وشي، انجوګانې، مدنې ټولنې او په تيره بيا ځينې معلوم الحاله سازمانونه او ډلې ټپلې، دا انقلابي طبقه هيره كړى او د پانګوالو او ښكيلاكګرو سره په جوړجاړي كې د ميرمنو د ورځې په پلمه هوټلونه ډكوي او تشوي او په دې توګه د دې طبقې ارمانونو ته خيانت كوي. 

دا د كارګرانو او زياركښانو د اصلي ملاتړ كوونكو دنده ده چې د دې طبقې د پيوستون او د مبارزې د لا ګړنديتوب لپاره د هيڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونكړي او هغه پټ انقلابي پتنسيل چې په دې طبقې كې موجود دې، راڅرګند او د دې طبقې تر څنګ د نويو بدلونو لاره انځور كړي، څو د ښكيلاك تر څنګ د زبيښاك خونړي نظام ته هم تلپاتى ټكى كيښودل شي.



هیچ نظری موجود نیست: