صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۰ اردیبهشت ۳۱, شنبه

ليبيا، د امپرياليستانو د تيري په محراق کې ‎

له ډیری مودی راهیسی لیبیا د معمر قذافی په شان یو زورواک لخوا رهبري کیږي او همدا لامل دی چې د دې هیواد ولسونه نه آزادي لري او نه هم له لومړني انساني حقوقو څخه برخمن دي. وروسته له هغې چې په عربي نړۍ کې، تونسي وګړو بی له «نړیوالې» مرستې وکړای شول د کارګرانو په مټ، زورواکان د واک له ګدۍ راوپریوځي او ان له هیواد یې فراري کړي، منځني ختیځ او د افریقا ځینې برخې د ولسونو د پاڅونونو په اور کې یو نوي پړاوته دننه شول، چې د دې پاڅون سپرغۍ لیبیا ته هم ورسیدلی، خو له بده مرغه چې «نړیوالې ټولنې» او په ځانګړي توګه ناټو د ولس پاڅون یرغمل کړل او په لیبيا یې د ولسونو څخه د دفاع په نامه تیری پیل کړ.

د معمر قذافي دولت چې په ۱۹۶۹ کال کې د یوې پوځي کودتا په ترڅ کې رامنځته شو، د خپل ۴۲ کلن حکومت په موده کې هڅه کړی چې د زورواکۍ او د پیاوړي پوځي دستګاه په ملتیا سره ولسونه وځپي او په همدې موخه یې سل زره ځانګړې ملیشې وروزلې چې داړتیا په وخت کې وکړای شي د ولسونو پاڅونونه وځپي، خو مګر د لیبیا ولس چې د هر بل هیواد د پرګنو په شان حق لري، آزاد او دموکراتیک ژوند ولري، بی له ډاره د دې حکومت په وړاندې راپاڅیدل، خو امپریالیستان چې د امپریالیستي کړنلارې له مخې د رښتوني ولسي پاڅونونو مخالف دي، په دوکه مارۍ سره یې د پاڅون واګی خپل لاسپوڅو ته ورکړ، څه چې ولسونه ترې تر شا شول.

دمعمر قذافی ځانګړی ګارډ چی د فداییانو په نوم یادیږي او شمیر نژدې ۲۵۰۰ کسانو ته رسیږي، له هغو کسانو څخه دی چی هر ډول قربانی ته تیار او آماده دي. د نظامی پلوه دمعمر قذافی پوځ په مدرنو او پرمختللو وسایلو سمبال دی چی په كې بيلابيل ډول روسي پرمختللي ټانكونه هم شامل دي، همدا ډول دا پوځ پرمختللي فرانسوۍ وسلى هم لري.

سره له دې چې د ليبيا خلك په دې ښه پوهيږي چې معمر قذافي د دوۍ حقوق ځپلي دي، خو په هيڅ ډول دې ته راضي نه دي چې د بهرني هيوادونو د مرييتوب كړۍ په غاړه كې واچوي. د ليبيا ولس هغه جنايتونه چې بهرنيانو په عراق او افغانستان كې د دموكراسۍ، انتخاباتو، بشري حقوقو او د مدني ټولنو د دودولو لپاره كړي دي، په ښه توګه ليدلي او دې ته رسيدلي دي چې استعمار له استبداد ځخه ډير كرغيړن دى.

خو نړيوالې امپراتورۍ د دې لپاره چې د خپل پوځي سازمان (ناټو) لپاره نوې دنده ومومي او وروسته له هغې چې ناټو له افغانستان څخه ووځي دا تړون سره يو ځاى وساتي او په ورته وخت كې خپلې منګولې په عربي نړۍ كې لا ښخې كړې، په بيرحمانه ډول پر دې هيواد هوايي بريد وكړ چې د فيډل كاسټرو په وينا سارې يې په تاريخ كې تكرار شوي نه و.

خو كه چيرې معمر قذافي، سره له دې چې د يو ارتجاعي دولت واكمن دى، د خپل هيواد د استقلال لپاره ژمن پاتى شي او لكه نورو زورواكو په شان د بهرنيو د تيري په وړاندې په ګونډو نشي خلك به دمګړۍ د استبداد سره د مبارزې په ځاي اصلي تضاد ته ورمخه او امپرياليستان به په ګونډو كړي او تيري كوونكي به د دې ټاټوبي څخه يوازې يو موټى سره خاوره له ځان سره ويسي.

هیچ نظری موجود نیست: