صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۰ خرداد ۸, یکشنبه

اسامه ووژل شو، خو امريکا به په افغانستان کې پاتې وي

په دې وروستیو کې یو وار بیا ویل کیږي چې امریکا به په راتلونکو څو میاشتو کې له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د وتلو لړۍ پیل کړي او تر ۲۰۱۴ پورې به دغه لړۍ بشپړه شي. په دې کې هیڅ شک نشته چې امریکا به د عراق په څیر له افغانستان څخه هم خپل یو شمیر پوځیان وباسي، خو دا چې امریکا له دې ځایه خپل ټول پوځیان وباسي، یوه نه منونکې خبره ده. لکه څرنګه چې امریکا ډنډوره وهله چې له عراق څخه خپل ټول پوځیان وباسي او امنیتي چارې د هغه هیواد چارواکو ته سپاري، خو ومو لیدل چې په نوموړي هیواد کې د پنځوس زره په شاوخوا کې امریکایي سرتیري او مشاورین پاتې شول. افغانستان هم له دې امر څخه مستثنی نه دی او هیڅکله به له دې هیواده خپل ټول پوځیان، نظامي او ملکي مشاوران به ونه باسي، ځکه امریکا د دې کار لپاره وینې ورکړي او میلیاردونه ډالره یې لګولي دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو تیر تاریخ ته یوه ځغلنده کتنه ښیي چې امریکا هیڅکله له هیڅ هیواد څخه خپل سرتیري بیرته ویستلي نه دي. دم مهال امریکا د نړۍ په ۷۰ هیوادونو کې د ۸۰۰ په شاوخوا کې نظامي او غیرنظامي اډې لري چې ۲،۸ میلیون کیلومتره مربع ځمکه نیسي، او د ۲،۳ میلیونو په شاوخوا کې پوځیان او ملکیان د امریکا د ګټو لپاره له هیواد څخه بهر په نورو هیوادونو کې کار کوي. امریکا له ۸۰ هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي او هر مهال چې وغواړي کولای شي د هغو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. افغانستان د دغه ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو په درشل کې دی. سره له دې چې امریکایي چارواکو په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې به دایمي پوځي اډي ونلري، خو دا درواغ دي او حقیقت نه لري. د امریکا د متحدو ایالتونو د تیریو او یرغلونو تاریخ په ډاګه کوي چې امریکا هیڅکله بیرته له هغه هیواده وتلې نه ده چې یو وار یې ورباندې تیری کړی وي، مګر دا چې په زوره ورڅخه وویستل شي، لکه څرنګه چې د ویتنام اتل ولس د امریکا ب۵۲ ته خوله ماتوونکی ځواب ورکړ او درې سوه زره سرتیري یې په ټیټ سر له هغه هیواد څخه ووتل. له دې پرته هیڅوک داسې کومه بیلګه نه لري چې امریکایي سرتیري له کوم هیواد څخه وتلي وي.

پوښتنه دا ده چې امریکایيان د څه لپاره افغانستان ته راغلي وو چې دومره ژر ورڅخه بیرته وځي. د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې د پوځي، سیاسي او اقتصادي ګټو تر څنګ ستراتیژیکې موخې لري چې پلي کول او سرته رسول یې لسګونه کلونه غواړي. ځینې ساده باوران ګومان کوي چې امریکا د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په خاطر افغانستان ته راغلې او څه موده وروسته به له دې هیواد څخه بیرته ولاړه شي، په داسې حال کې چې د امریکاییانو دغه جګړه به تر هغه دوام ومومي تر څو چې خپلې موخې یې تر لاسه کړې نه وي.

اوس چې اسامه بن لادن وژل شوی او امریکاییانو په ظاهره لوی بریالیتوب تر لاسه کړی، خو د القاعده او نورو ترهګرو ډلو فعالیتونه به په هیڅ ډول ونه دریږي، ځکه د امریکا د اهدافو لاسته راوړل لاکلونه وخت غواړي او یو اسامه نه لسګونه اسامه به په بیلابیلو نومونو د القاعده لارې ته دوام ورکړي.


لکه څرنګه چې مخکې وویل شول، امریکا په افغانستان کې خپلې موخې تعقیبوي او په افغانستان کې د سوکالۍ او پرمختګ له راتللو سره کومه لیوالتیا نه لري، که نه نو امریکاییانو به هیڅکله هغه کسان بیرته واک ته رسولي نه وای چې په اویایمې لسیزې کې یې زموږ هیواد په کنډواله بدل کړی و. نه امریکا او متحدان یې او نه تنظیمي ډلې او طالبان زموږ د ولس د سوکالۍ فکر له ځان سره لري، دغه ډلې هر یو یوازې خپلې ګټې تعقیبوي او په دې لاره کې د بې ګناه خلکو له وینې تویولو څخه هم ډډه نه کوي، ځکه دوی خلکو ته د خدمت کولو اراده نه لري. پر امریکا او تجربه شویو ډلو ډډه کول به خلک نور هم د تباهۍ کندې ته وغورځوي. له دې کبله د افغانستان په اوسنیو حالاتو کې باید د امریکا، تنظیمونو او طالبانو پرته دریم ځواک رامنځ ته شي کوم چې وکړای شي خلک سولې، سوکالۍ او آرامۍ ته ورسوي او د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د خلکو په وړاندې د پرمختګ لارې پرانیزي.. ●

هیچ نظری موجود نیست: