صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۰ مهر ۲, شنبه

سپټمبر ۱۱، او پر هیوادونو د تیري پلمه


له هغه مهاله چې د القاعده لخوا د امریکا پر سوداګریزو برجونو او پنټاګان د سپټمبر په ۱۱ نیټه بریدونه تر سره شول، پوره لس کاله تیریږي. له بریدونو سمدستي وروسته، د امریکا ولسمشر جورج بوش اعلان وکړ چې یا زموږ سره یا زموږ دښمنان! دغو ترهګریزو بریدونو درې زره بې ګناه انسانان ووژل او زرګونه کورنۍ یې د ویر او ماتم په ټغر کښینولې. په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د امریکا په څیر د ستر او پانګه وال هیواد حیثیت او اعتبار له خاورو سره خاورې شو. امریکایي چارواکو د دغو بریدونو د تر سره کولو لپاره القاعده شبکه مجرمه وګڼله، هغه ترهګریزه شبکه چې د اتیایمې لسیزې په پای کې د امریکا د متحدو ایالتونو لخوا د سړې جګړې پر مهال د شوروي اتحاد پر ضد جوړه شوې وه.

امریکایي چارواکو د سپټمبر ۱۱ د غچ اخیستنې په لومړي ګام کې افغانستان په نښه کړ، ځکه د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په افغانستان کې د طالبانو «میلمه» و. جورج ډبلیو بوش پر افغانستان باندې د برید کولو امر ورکړ، چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه نیټه د امریکایي الوتکو بمباري پر افغانستان پیل شوه. دا له القاعده څخه د غچ اخیستنې او د ترهګرۍ ضد جګړې تر نوم لاندې پر هیوادونو د تیري کولو پیلامه وه.

د سترو پانګه والو هیوادونو او په ځانګړي توګه د امریکا د متحدو ایالتونو لخوا د ترهګرۍ ضد جګړه هغه پلمه وه چې دغو هیوادونو له افغانستان وروسته پر عراق برید وکړ. عراق په ۲۰۰۳ کال کې د امریکایي سرتیرو د ټانکونو، جنګي الوتکو او د مرمیو په باران کې وسوځید او لسګونه زره عراقیان ووژل شول. د عراق شخړه لا پای ته رسیدلې نه ده چې پانګه والو هیوادونو پر لیبیا برید وکړ، څو له افغانستان او عراق وروسته په لیبیا کې د وینو حمام جوړ کړي.

د ناټو سازمان مشر انډرس فو راسموسن د سپټمبر ۱۱ د لس کلنۍ په درشل کې اعلان وکړ چې له سپټمبر ۱۱ وروسته نړۍ زیاته خوندي شوې او یو شمیر ترهګریز سازمانونه له منځه تللي دي. راسموسن په دې ښه پوهیږي چې نړۍ د سپټمبر ۱۱ له پیښې وړاندې زیاته خوندي وه او له هغې وروسته هغه هیوادونه چې هیڅکله د ترهګریزو بریدونو شاهد نه وو، اوس د ترهګرو تر برید لاندې راغلي، دا په دې معنا ده چې ټیکاو او خوندیتوب په نړۍ کې له منځه تللی، خو هغه د دې لپاره چې د ناټو او سترو پانګه والو هیوادونو د جنایت او ظلم څیره پټه کړي، مجبور دی چې دروغ ووایي.

همدا اوس د نړۍ داسې لویه وچه نشته چې په کې د ترهګرۍ لمبې بلې نه وي. زیاتره هیوادونه د ترهګرو تر بریدونو لاندې راغلي او په تیرو لسو کلونو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ترهګرو په بریدونو کې زرګونه بې ګناه انسانان وژل شوي. دا چې راسموسن پر دغو ټولو واقعیتونو سترګې پټوي، هغه او نور یاران یې غواړي چې ناټو په خپلو عملیاتو کې بریالۍ ښکاره کړي. په داسې حال کې چې ناټو او ستر پانګه وال هیوادونه په خپله د ترهګرۍ اصلي زیږنده ګڼل کیږي، دوی به څرنګه وکړای شي نورو هیوادونو ته ټیکاو او خوندیتوب ورپه برخه کړي. له دې کبله تر څو چې د ناټو سازمان موجود وي او په امپریالیستي هیوادونو کې نظامونه بدل نشي، تر هغو به ترهګري د نړۍ د بیوزلو هیوادونو لپاره تر ټولو ستر ګواښ او د ترهګرۍ ضد جګړه به پر خپلواکو هیوادونو د تیري کولو اصلي پلمه وي، ځکه ترهګري او امپریالیزم د یوې سکې دوه مخه ګڼل کیږي.      



هیچ نظری موجود نیست: