فرهاد ویاړ
شعر یې
تپانده
کلیمې یې
څپانده
باور یې
د توفاني بادونو په
ګرداب کې
لمبه وهله هسکه
څپه وهله مسته
ایمان یې
سره سپرغۍ په تروږمه
کې
د ورغوي سکروټې یې
ځلانده په نغمه کې
ګوګل یې ډک په مینه
د زړه اور یې پورته
په وږمه کې
لپه لپه ستوري یې
شیندل
په هنګامه کې.
سینه یې په پولادو وه
سینګاره
د لاس ګوتې یې نڅاګرې
وې
پر پاڼه
هر توری یې په وینو
لوند و
هره مصرعه یې په قهر
لړلې
هره کرښه یې فریاد د هیلې
هره قافیه یې نڅا د
مینې
*
ناڅاپه راورژیده یوه
پاڼه
ناڅاپه فریاد پورته
شو له ما نه
لمر راپریوت پر لیمو
څاڅكی
راوبهید په اننګو،
سره وياله رهي شوه
ناکراره
د یار زړه په رپيدو شولو آرامه
پورته شول ګامونه له
ننګ سره
پورته شول فریادونه
له آهنګ سره.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر