صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۰ مهر ۲, شنبه

هيزل ډیکنز، د کارگري هنر سپيڅلى وجدان


هره طبقه د خپلو احساساتو د بيانولو لپاره خپل هنرمندان لري. زياركښان وي كه شتمن او بډايه، هر يو يې احساسات او عواطف لري. د زياركښانو احساسات او عواطف د ټولنې له اكثريتو خلكو او پرګنو سره تړاو مومي، كه چيرې يو زياركښ د نړۍ په هر ګوټ کې د هر ډول ستم قرباني شي، د نورو زياركښانو احساسات راپاروي او خپله خواخوږي ورسره شريكوي. يو زياركښ په هيڅ ډول نشي كولاې خپل احساسات او عواطف له شتمن او بډای سره شريك كړي. همدا ډول د يوه پانګوال او شتمن سوداګر احساسات له كارګرانو او دهقانانو سره شريك كيداې نشي. له همدې امله هره طبقه داسې هنرمندان لري چې د همغې طبقې په اړه او په ګټه خپل هنر كاروي. د زياركښانو هنرمندان په خپلې موسيقۍ او ترانو كې د همدې زياركښو طبقو احساسات، عواطف، دردونه، آرمانونه او د خلاصون لارې چارې پنځوي، په داسې حال كې چې د شتمنو هنرمندان د زلفو په تارونو كې نڅيږي او هنر او موسيقي د ولسونو د تخدير لپاره كاروي، او ځینې آن د دې زلند جلاد او هغې خونړي جلاد په ستاینه کې خپل ستونې ککړوي او داسې مردارې او شخړې بادوي چېِ باید د جلادانو د چوپړانو په توګه یوه ورځ حساب ورکړي!

دا په اصطلاح هنرمندان نه درد پيژني او نه رنځ؛ هره ګړۍ رنځ او درد ویني، وینه او لوګي ګوري، ګوري چې ولس یې د ښکیلاکګرو د جګړې په بلکه کې سوځي، خو دومره سپين سترګي او بی حیا او شنډ دي چې د دې ټولو په لیدلو او اوریدلو سره بیا هم خپل ستونی په تور مارکیټ کې پلوري څو جیبونه په چټلو پیسو ډک کړي.

خو د داسې کنګل وجدانه هنرمندانو تر څنګ داسې سپیڅلي وجدانونه هم شته چې خپل هنر او ګوګل د محرومو او بیوزلو خلکو د دردونو او کړاونو د فریاد لپاره کاروي؛ چې یوه یې هم هيزل ډیکنز ده.

هیزل ډیکنز د ۲۰۱۱ كال د اپريل په ۲۲ نيټه په ۷۵ كلنې كې سترګې له نړۍ پټې كړى. كه څه هم نوموړې دا نړۍ د تل لپاره پريښوده خو د هغې د ستونې فريادونه او نغمې هغه نارامه هنګامې دي چې د تل لپاره به، تر هغه چې په نړۍ كې زياركښان استثماريږي، د كلنګ، بيلچو، لور او څټك او د ماشينونو په آوازونو كې شيبه په شيبه د خلاصون سرودونه وغږوي او د سكرو د كانونو په تروږمو كې به رڼا وشيندي. 

هيزل د امريكا د ويرجينيا ايالت په يوې كارګرې كورنۍ كې وزيږيده او د لومړنيو كلونو په پيل سره د كارګرې طبقې له رنځ او درد سره آشنا شوه. ورونه يې د سكرو د كانونو كارګران ول او په خپله هم وروسته له دې چې د سكرو صنعت له ركود سره مخامخ شو، د كارګرونو په كتار كې ودريده.

هيزل خپل هنري فعاليت په ۱۹۶۰ لسيزې كې د آپاچي سيمې د كانونو د كارګرانو او په ځانګړي توګه د ښځينه كارګرانو د رنځيدلي او كړيدلي ژوند په اړه د سيمه ايزو ترانو په ويلو سره پيل كړ. له هغه ځايه چې هيزل په كارګري چاپيريال كې ژوند كاوه نو ترانې يې هم د كارګرانو په خدمت كې وې او په هره مصرعه کې یې د كارګرې طبقې ایمان انځوراوه.

د هغې په ترانو كې د هغو كارګرانو انځور وينو چې د كارخانو د بنديدلو له امله نابود او په كانونو كې د چاودنې له امله مړه شوي دي او ان د هغو ځوانو او پيغلو كارګرانو رنځونه په کې وینو چې د ګډ ژوندانه شيبې په خوښۍ سره پيلوي خو د مالي بيوزلۍ له امله دا خوږ ژوند په ترخو شیبو کې له لاسه ورکوي، یعنې لوږه او بیوزلي آن مینه ورله وژني!

هيزل د ښځينه او نارينه كارګرانو پر اتحاد باور درلود او د زبيښاك په وړاندې مبارزه يې هغه ګډه مبارزه ګڼله چې ښايي ميرمنې او سړي، دواړه يې د يوه هدف په توګه ومني او په مشترک ډول ورته كار وكړي. هغه وايي: «د ډيرو كسانو په خلاف، زه نشم كولاې د كارګرې طبقې د ميرمنو رنځ او درد د كارګرې طبقې له نارينه څخه جلا كړم. زه پوهيږم چې ښځو تل ډير سخت ژوند درلودلى دى او فكر كوم چې په راتلونکي کې به یې هم ولري. دا ښکاره ده چې تر خورا زیات ستم لاندې انسانان، تل ډير سخت ژوند لري. خو هيڅوك د خلاصون لاره موږ ته پرانیستلی نشي، دا کار یوازې په خپله کولای شوو. دا (له ستمونو څخه د لارې پرانيستل) يوه جګړه او مبارزه ده. نو، زه په خپل منځ كې (د كارګرې طبقې د ميرمنو او سړيو تر منځ) كوم اختلاف او جلاتوب نه وينم. نو ځكه زموږ جګړه او مبارزه، مشتركه جګړه او مبارزه ده.»

د «ښكلې كوچنۍ مرغۍ» ترانه د هيزل ډیکنز هغه ښايسته ترانه ده چې نوموړې په سمبوليك ډول د هغو كارګرانو د ستايلو لپاره ويلې ده چې هڅه لري ځانونه د كارګري ژوند له ستونزو او ربړونو څخه وژغوري:

والوزه ښكلې كوچنۍ مرغۍ

والوزه
چې آزاده شې
ابدي آزادۍ ته ورسيږې
والوزه!
 والوزه!
اى ښكلې كوچنۍ مرغۍ
والوزه،
په هسکو هسکو کې پرواز وکړه
پرواز وکړه تر هغه ځایه
چې نور ورته د ژمي سوړ باد ونه رسي.

كله چې د هيزل ورور - د كان يو كارګر - د سګو د سرطان له امله ومړ، هيزل دا ترانه د هغه په ياد وويله چې په كې په ښه ډول د سكرو د كانونو د كارګرانو ژوند انځور شوى دى:

د ژور ټاټوبي د رنځونو او لوږې په يوه فقيرانه كور كې
چيرې چې وياړنه
له انسان سره پردۍ ده
له يوه فنا شوي سړي سره پردۍ ده
چيرې چې د انسان روح او ځان
تر وروستۍ شيبې پورې
د فاسد شوي جسم د زوال تر شيبې پورې
د سكرو په غبار او دوړې ككړ دى
او چيرې چې دا تباه شوى سړى
له نابود شويو تورو سګو څخه
بل مل نه لري!


هیچ نظری موجود نیست: