صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۰ مهر ۲, شنبه

لیبیا د اور په لمبو کې


دیکتاتور معمر قذافي چې په 1969 کال کې د پوځي کودتا له لارې واک ته ورسید، ۴۲ کاله یې د لیبیا پر کړیدلي او بیوزلي ولس واکمني وکړه. بالاخره د ناټو د بمباریو او د «بنغازي شورا» د بریدونو له کبله له تریپولي څخه وتښتید او ښار یې د «ملي انتقالي شورا» ځواکونو ته خوشې کړ. که څه هم معمر قذافي ته وفادار ځواکونه لاتر اوسه په څلورو ښارونو کې مقاومت کوي، خو هغه څه چې څرګند دي، دا چې ناټو ملا تړلې څو د «ملي انتقالي شورا» په مټ، لیبیا تر خپلې ولکې لاندې راولي. 

ناټو چې د سړې جګړې پر مهال د سترو پانګه والو هیوادونو لخوا د ورشو تړون په وړاندې منځ ته راغله، پرته له دې چې د امپریالیستو هیوادونو د ګټو لپاره کار وکړي، بله موخه نه لري. دغه سازمان په 90 لسیزه کې پر بالکان برید وکړ او د زرګونو بې دفاع انسانانو له وژلو وروسته یې د یوګوسلاویا په څیر پرمختللی، متحد او یو موټی هیواد په کنډواله بدل او بیا یې دړې وړې کړ څو وکړای شي له هر یو څخه د مریي په توګه کار واخلي. ناټو د ۲۰۰۱ کال په پای کې د سپتامبر 11 له پیښې وروسته د امریکا په مشرۍ پر افغانستان برید وکړ، څو زموږ هیوادوالو ته «دموکراسي» راولي. د نوموړي سازمان سرتیرو د بالکان په څیر په افغانستان کې هم زرګونه بې ګناه افغانان په وینو ولړل، لسګونه کلي او سلګونه کورونه یې د بمباريو په ترڅ کې ویجاړ کړل، چې د افغانانو د وژلو او پر کلیو او کورونو د بمباریو دغه لړۍ لا دوام لري.

پر افغانستان له برید وروسته د لیبیا وار راورسید چې د ناټو سرتیرو د دیکتاتورۍ د له منځه وړلو تر نوم لاندې ورباندې برید کړی. پانګه والو هیوادونو له کلونو راهیسې د لیبیا پر تیلو او نورو ځمکنیو زیرمو سترګې سرې کړې وې او د لاسته راوړلو لپاره یې پلمه لټوله. لیبیا 42 میلیارد بیلر (هر بیلر 159 لیتر) تیل لري، هره ورځ 1.8 میلیون بیلر تیل تولیدوي، د دې هیواد د بډایه غازو زیرمې 1500 میلیارد متر مکعبو ته رسیږي، د سرو زرو د زیرمو ارزښت یې میلیاردونه ډالره دی، د نړۍ د څښاک اوبو تر ټولو ستره زیرمه لري چې پنځه زره کلن تاریخ لري او ارزښت یې د دې هیواد د تیلو او غازو پنځه چنده دی. په لیبیا کې لا جګړه روانه ده، خو ستر پانګه وال شرکتونه لکه د فرانسې د تیلو ټوټل شرکت سهم له 3 څخه 4 ته لوړ شو، دا په دې معنا چې پانګه والو د لیبیا د زیرمو او پانګو داړلو ته غاښونه تیز کړي.

لیبیایي ولس له دومره زیرمو او پانګې سره سره د معمر قذافي د واکمنۍ پر مهال له ډول ډول ستونزو سره مخامخ و او نوموړي په 42 کلونو کې پر استبداد او دیکتاتورۍ خپل حکومت وساته او ویې ونکړای شول چې خپل ولس ته سوکاله ژوند برابر کړي. وروسته له دې چې د افریقا په شمال او منځني ختیځ کې عربي هیوادونه د خپلو مستبدو دولتونو پر ضد راپاڅیدل، د لیبیا ولس هم له دې کاروان سره مل شو څو د معمر قذافي د دیکتاتورۍ، استبداد او ظلم 42 کلنه واکمني پای ته ورسوي، خو د ولسونو دقیام او پاڅون اړخ د ناټو او سترو پانګه والو هیوادونو لخوا د لیبیا د تیلو او نورو سرچینو د لاسته راوړلو لپاره بدل شو او ولسونه ورڅخه جلا شول. اوس یوازې د لیبیا بنسټپال او ناټو په ګډه د ټولې خاورې د نیولو هڅه کوي.

ناټو د مارچ له 31 څخه د اګست تر 21 پورې له 19751 څخه زیات هوایي بریدونه تر سره کړل او په دې ترڅ کې د دې هیواد د اوبو سیستم په سلو کې 80 له منځه تللی، د اکثرو ښارونو برښنا بنده شوې؛ ودانۍ، روغتونونه، ښوونځي، پلورنځي او دولتي ادارې او نور عام المنفعه تاسیسات له منځه تللي. د یرغلګرو د بریدونو له پیله تر اوسه د 50000 په شاوخوا کې بې دفاع لیبیاییان وژل شوي، 120 زره ټپیان او 500 زره کډوالۍ ته اړ شوي.

پانګه والو هیوادونو پر لیبیا باندې د بمبارۍ پر مهال د دې هیواد شتمني کنګل کړه، په داسې حال کې که چیرې دوی له لیبیایي ولس څخه د ملاتړ هدف درلودلای، نو یوازې د قذافي او کورنۍ او د دولت د جګپوړو چارواکو شتمني یې باید کنګل کړې وای، نه د ټول هیواد. په هماغه وخت کې هوګو چاویز وویل: دغه تحریم له ولس څخه ملاتړ کولو سره تړاو نه لري او موخه یې نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق ته بیرته انحصار ورکول دي.

دا د هر هیواد د ولس دنده ده چې مستبد او دیکتاتور رژیم ړنګ کړي، نه دا چې له بهر څخه داسې یو سازمان یا هیوادونه چې په خپله د جنایتونو او خیانتونو تور تاریخ لري، د دیکتاتورۍ د له منځه وړلو په پلمه پر آزاد او خپلواک هیواد یرغل وکړي او ولسونه یې په وینو او خاورو ولړي. ناټو او ستر پانګه وال هیوادونه به پر لیبیا باندې د یرغل له لارې یوازې هغه هیواد په کنډواله بدل کړي او د قذافي د دولت پرتله به لیبیاییان له لا زیاتو ستونزو، کړاونو او ربړونو سره مخامخ کړي.


هیچ نظری موجود نیست: