صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۳ شهریور ۳, دوشنبه

د پلار سترګو د شازیې جګ قد ته کتل



«کابلیان یي په وینو لیکي»
لیکوال: تلیاد داد نوراني
 
تر هغه سهاره مې مجاهدین لیدلي نه وو. تنکي ځوانان له پلنګي جامو سره د کابل پر سړکونو پلي او په پیکپ موټرونو کې ګرځیدل. زه د وهم وهلي او پریشانه کوڅو پر څنډه میده میده روان وم. لمر تازه ختلی و او وړانګې یې د کابل پر غرونو خپرې وې. یو کس چې د یوه ټیټ رتبه مامور حالت یې درلود او په پشمي پټو کې یې ځان پیچلی و؛ زما اړخ ته روان و. و مې ویل: دا ځوانان خورا چمتو ښکاري. سړی راته ځیر شو او په کمزوري غږ چې د باد له خش خش سره ورکیدی، وویل: دوي ته ایرانیانو سلاح ورکړې.
غرمې خوا کور ته راغلم. پلار می یو ټیټ رتبه مامور و، له کلونو زحمت وروسته یې وکولای شو چې همدا یو وړوکی کور جوړ کړي. نه پوهیدلو سبا به څه کیږي. زما خور چې په یوولسم ټولګۍ کې وه له تلوسی او اندیښنې سره یې وپوښتل: سلیمانه! مجاهدین دي لیدلي؟ په راډیوګانو کې د حزب اسلامي او شورای نظار تر منځ د لانجو په اړه خبرې کیږي. وایې چې دوستم او مسعود سره یوځای شوي دي.
ما له یو څه اندیښنې سره وویل: دلته د وحدت حزب حاکم شوی، کومه خبره نه کیږي. پلار مي په چرتونو کې ډوب و او څه یې نه ویل. موږ ټول ټال ۸ کسه وو او د ګوزارې ژوند مو درلود. په هیڅ حزب پورې تړلي نه وو. زموږ زیات خپلوان ایران او پاکستان ته مهاجر شوي وو.
مازیګر پنځه بجی شاوخوا ټکان پیل شوه. ویل کیدل چې د مجاهدینو د خوشحالۍ ټکان دی. پیکپ موټرونو کې یې د شګو بوجۍ راوړلې او مرچلونه یې جوړول. زموږ مخامخ دوه منزله کور کې یې هم سنګر جوړ کړ. زما زړه وغورځید، ځکه زموږ د کور انګړ ورته مالومیدی او زما خور شازیه یې لیدله. موږ لا د تنظیمونو تر منځ په لانجو او دښمنیو خبر نه وو. زه ژر کوڅې ته لاړم. د دوه منزله کور ګاونډی یې سخت ډبولی و. له همدې امله یې خپل کالي په موټر کې بارول. کرار یې راته وویل: سبا به همدا ستاسو حال وي.
په سبا یې لمر لا نه و ختلی چې تصمیم مو ونیو ګذرګاه کې د ترور کور ته لاړ شو. دروازه مو وتړله او دباندې ووتلو. د مخامخ مورچل څخه یو وسله وال کس زموږ مخ ته ودرید او ویې ویل: څوک اجازه نه لري خپل کور پریږدي. موږ بیرته وګرځیدلو. د ګاونډي د کور له لارې د شا کوڅی ته ووتلو او د ګذرګاه خواته روان شولو. له دهمزنګ څخه لا نه وو تیر شوي چې څو پر له پسی چاودنو آسمایی وریږدوی او سمدلاسه قیامت جوړ شو. موږ له یوی لنډې لارې څخه ځانونه د ترور کور ته نږدی کړي وو. زما پلار چې د زړه تکلیف درلود په نفسکو زموږ شاته را روان و. دوې خویندې او کشر ورور مې په ژړا وو او له هرې چاودنې سره به یوه شیبه هک پک پاته کیدل. ما تازه د ترور د کور کوڅې کې ګام ایښی و چې شازیې چیغه کړه: پلار جان یې وواژه. موږ ټوله، د سړک پر څنډه، د هغه خواته په منډه شو. یوه مرمۍ یې پر زړه لګیدلې وه او بې حرکته پروت و. سترګو یې د شازیې جګ قد ته کتل. د مرمیو د اورښت لاندی مو چیغې وهلې. مور مې ځان پر مخ واهه او خپل ویښتیان یې شکول. ټولو بی هدفه هرې خواته منډې وهلې، ګوندې کوم امن ځای پیدا کړي. زموږ له څنګ څخه خلک د تیریدلو په حال کې ویل چې، هغه پر خدای وسپارئ، خپله چاره وکړئ. موږ نه پوهیدلو څه وکړو. زما د مور نارې سورې د موټر له هارن سره ګډې شوې. د وسله والو کسانو یو پیکپ موټر زموږ اړخ ته ودرید او په مانا داره چپتیا یې زما د پلار جسد موټر ته واچوی او ویې ویل چې موږ یې ښخوو.
هغه شپه مو تر سهاره وژړل او د ترور د کور په کنجونو کې مو ځانونه خوندي کړي وو. یوازې د ماشومانو لپاره څو ګولۍ ډوډۍ پیدا شوه. سهار څو راکټه د ګذرګاه پر کورونو ولګیدل او سیمه یې د یوه دروند لوګي لاندې کړه. زما ترور له خپلو ماشومانو سره د چنداول خوا ته او موږ د رئیس باغ سیمې ته ولاړو.

هیچ نظری موجود نیست: