صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۳ شهریور ۳, دوشنبه

د ژمنتیا نه هیریدونکې بیلګه



م. پرتم
 
کله چې د تلیاد نوراني د څو اړخیز شخصیت په اړه د خبرو باب پرانیزو او په دې هکله سوچ کوو، نو تر هرڅه دمخه د هغه د شخصیت یو ستر، پیاوړی او قوي اړخ چې د هغه ژمنتیا (تعهد) ده، تر سترګو کیږي. د هیواد او خلکو د روښانه او سوکاله ژوند د تامین او په وړاندې ژمنتیا، د هیواد او خلکو د سیاسي ژوند په ډګر کې د ولسونو د هیلو او آرمانونو د پوره کیدو په وړاندې ژمنتیا او د پورتنیو موخو د لاسته راوړلو لپاره پر خپلو مبارزو او هڅو پوره ژمنتیا د تلیاد نوراني د ژوند او پایښت نه بیلیدونکې برخه وه.
تلیاد نوراني به تل پر دې ټکي ټینګار کاوه چې ژمنتیا د بریالیتوب کونجي ده او د انسان، د سپیڅلي انسان د بریالیتوب راز په دې کې نغښتی دی چې د خپل آرمان، د خپلې موخې، په خپلو مبارزو او هلوځلو کې د پوره ژمنتیا خاوند وي، ځکه چې ژمنتیا یو متعهد انسان له انحراف او هره شیبه اوښتون له ګواښ څخه ژغوري او د هغه انساني اراده پخوي؛ د هغه ولسي ځواک او باورغښتلی کوي او د هغه د انساني وجدان سپیڅلي غږ ته په پوره قوت او توان سره داسې انګازې ورکوي چې کړول شوې او ربړول شوې پرګنې بیداروي.
کله چې تلیاد نوراني پر ژمنتیا ټینګار کوي، دا د هغه د تجربو محصول دی، ځکه هغه پر خپل آرمان، پر خپل قلم او پر خپلې روا او سپیڅلې مبارزې باوري و او د ظلم، استبداد، ناروا او تیارو په وړاندې مبارزه او هلوځلو کې یې ژمنتیا د بري یوازینی اصل ګاڼه.
مخکې یادونه وشوه چې د ژمنیتا پر اصل د تلیاد نوراني ټینګار او باور د هغه د تجربو محصول و. په هیواد کې د وروستیو څلورو لسیزو کړکیچن حالاتو او رامنځته شویو غمیزو په توده بټۍ کې هغه دې پایلې ته ورسید چې د هیواد او خلکو د ناخوالو او نادودو ستر لامل د سیاسي، عقیدوي، اخلاقي او ټولنیزې ژمنتیا نشتون دی او دغې مسئلې د ظلم، ناروا، استبداد، پر انساني ژوند او حقونو د تیریو زمینه چمتو او هواره کړې ده.
د همدې پایلې په ترلاسه کولو سره تلیاد نوراني د خپل پیاوړي قلم تیره څوکه په پوره ژمنتیا سره د حق او برابرۍ د بسیاینې په موخه وکاروله، خپله اورورینه ژبه یې د پوخ تفکر او پیاوړي استدلال په اډانه کې د ژمنتیا اصل ته په وفادارۍ سره د ظلم، استبداد، یرغل، زبیښاک او ښکیلاک پر ضد په اغیزمنه توګه وکاروله او دغه لاره یې د ژوند تر وروستیو شیبو پورې په پوره متانت او قوت سره پر مخ یووړه، چې نن دغه بیلګه د تلیاد نوراني د همسنګرو لارویانو او پلویانو او پر هیواد او خلکو مینو سرکښو پرګنو لپاره د روڼ مشال حیثیت لري.
هغه وړتیاوې چې تلیاد نوراني درلودې، هره شیبه او هر مهال ورته د تش په نوم دولتي ادارو کې د مقام او دریځ ترلاسه کولو او د مال او منال د راټولولو زمینه چمتو کړې وه، خو د هغه سترتوب په دې کې نغښتی و چې هغه ژمن و، او د هغه تفکر، د هغه آرمان او د هغه اراده دومره پیاوړې وه چې ظاهري ښکلاو او سینګارونو د هغه ژمنتیا ټینګ هوډ مات نکړای شو. له نیکه مرغه څه د اوس لپاره او څه د راتلونکې لپاره به د تلیاد نوراني د ژمنتیا ټینګ هوډ د هغه د هر اړخیز شخصیت، نوم، لیکنو، کارنامو او مبارزو یو برجسته څپرکی او د ویاړ یوه هسکه شمله وي. د نوراني یاد دې همیشنی وي او د ژمنو لارویانو لار دې نوراني اوسي.

هیچ نظری موجود نیست: