صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۳ شهریور ۳, دوشنبه

کوباني میرمنې، له خپلې مینې څخه په میړانه دفاع کوي



کوباني د سوريې کردستان یو تر ټولو لوی ښار دی، چې د دې هیواد په شمال ختیځ کې موقعیت لري. دغه ښار د حلب ولایت په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی او له ۵۰۰ زرو څخه زیات جمعیت لري. په همدې ډول دغه ښار ۳۲۰ کلي لري او اوسیدونکي یې د کرنې له لارې خپل ژوند تیروي. په دغه ښار کې سکیولر او دموکراتیک قوانین واکمن دي، چې د دې کُرد میشته ښار یوه تر ټولو لویه ځانګړنه ګڼل کیږي. په دغو سکیولر او دموکراتیکو قوانینو کې له ۱۸ کالو څخه ټیټ د نجونو ودیدلو ته اشاره کیدای شي.
وروسته له دې چې د داعش جنایتکارې او خونړۍ ډلې سر راپورته کړ، د دې لپاره چې د سوریې آزاد شوي ښارونه بیرته ونیسي، باید له هرڅه مخکې کوباني ښار تر خپلې ولکې لاندې راولي، څو خپل پرمختګ ته دوام ورکړای شي. د داعش لپاره د دغو میړانو خلکو مقاومت ماتول او د کوباني نیول ځانګړی اهمیت لري، له دې کبله کوباني یې تر محاصرې لاندې نیولی دی. وروسته له دې چې داعش په عراق کې د موصل ښار ونیو، د عراق اردو ډیرې پرمختللې جنګي وسلې یې تر لاسه کړې دي، چې د دغو وسلو زیاته برخه په سوریه کې د داعش جنګیالیو ته چې کوباني یې محاصره کړې، لیږدول شوي.
له هغه ځایه چې په کوباني کې سکیولر او دموکراتیک قوانین واکمن دي، له دې کبله د داعش په څیر خونړۍ ډله چې له خپل باور پرته په بل هیڅ قانون او نظام باور نه لري، د کوباني اوسیدونکو په ځانګړي ډول میرمنو لپاره تر ټولو ستر ګواښ ګڼل کیږي. په سوریه کې میرمنې د کُردانو په ولسي کمیټو کې شاوخوا ۳۰ سلنه جوړوي، له دې کبله له ترهګرو سره د مبارزې لپاره د میرمنو د دفاع ولسي کمیټې جوړې شوې. کُردي میرمنې له ۱۸ تر ۳۰ کالو پورې په دغو کمیټو کې د نارینه په څیر له سختو نظامي روزنو وروسته له ترهګرو سره په مبارزې پیل کوي.
څو اوونۍ وړاندې کُردي مبارزو میرمنو وکړای شول چې په داعش پورې تړلي افراطي عناصر له «تلعین» کلي څخه وشړي او د «الحسکه» په لویدیځ کې «الطویله» کلی هم ونیسي. په همدې ډول د کُردانو پیشمرګه ډلې هم څو ورځې وړاندې د داعش دفاع وزیر ابوعمرالچیچیني له خپلو یو شمیر وحشي یارانو سره مردار کړي.
دغه کُردي میرمنې او کوباني ښار له یو ستر ناورین سره مخامخ دي، ځکه له یوې خوا د داعش په څیر خونړۍ ډلې لخوا محاصره شوي او له بلې خوا هیڅ دولت او یا ډله ورسره مرسته نه کوي. که چیرې حالات په همدې ډول دوام ومومي، داعش چې د امریکا، بریټانیا، اسرائیل او تر یوې اندازې د عربستان ګډه پروژه ده، ډیر ژر به په کوباني کې د مبارزو کردي میرمنو او نارینه مقاومت مات کړي او د کردانو، په ځانګړي ډول میرمنو په ټول وژنه به لاس پورې کړي او یا به هم هغوې کنیزې کړي.
د نړۍ تر ټولو خونړۍ، جنایتکارې او وحشي ډلې داعش په وړاندې کوباني میرمنې د جګړې په لومړیو کرښو کې له خپلې مینې او ټاټوبي څخه د دفاع په حالت کې دي. دوی به تر خپل وروستي مردکي او د وینې تر وروستي څاڅکي پورې له خپل اتل ولس څخه دفاع وکړي او نړۍ ته به وښیي چې نارینه باید د خپل ټاټوبي او ولس څخه د دفاع کولو لارې چارې له میرمنو څخه زده کړي. کوباني میرمنو ښایي د ملالۍ میوند دغه لنډۍ خپل شعار ګرځولی وي:
که کوباني کې شهید نه شوې
خدایږو لالۍ چې کنیزۍ ته دې ساتینه!

هیچ نظری موجود نیست: