صفحات

سخت است فهماندن چیزی به کسی که در قبال نفهمیدنش پول می گیرد. (احمد شاملو)

۱۳۹۳ شهریور ۳, دوشنبه

بیوزلي او بې دفاع خلک تل د جګړو اصلي قربانیان دي



 پر افغانستان د امریکایي او ناتو سرتیرو له یرغل وروسته که له یوې خوا د جګړې د دواړو خواو سرتیري وژل شوي، خو له بلې خوا د دې جګړې اصلي تاوان د افغانستان بیوزلو او بې دفاع خلکو ته رسیدلی دی. طالبان او بهرني سرتيري د افغان دولت سرتیرو تر څنګ د جګړي اصلي اړخونه دي، چې له ۲۰۰۱ راپدیخوا د هرې ورځې په تیریدو سره د دوی تر منځ جګړې زور اخیستی دی. بهرنیان چې په درنو او پرمختللي وسلو سمبال دي، د طالبانو پر خلاف په هر برید کې هغه افغانان هم په نښه کوي، چې د جګړې کرښې ته نږدې پراته دي.
بهرنیان او طالبان د دې جګړې دوه پوځي اړخونه دي، که وژني یا وژل کیږي، دا د دوی د جګړې ځانګړنه ده، ځکه د همدې لپاره جګړه کوي څو خپلو موخو ته ورسیږي، خو د دوې د جګړو پر مهال دواړه خواوې پرته له زړه سواندۍ او «بشر حقونو» په پام کې نیولو سره بیوزلي او زیارکښ افغانان په ډیرې بې رحمۍ وژني.
د څو اوونیو مخکې غمیزه په ارګون ولسوالۍ کې چې په ترڅ کې د طالبانو لخوا په یوه ځانمرګي برید کې شاوخوا ۱۰۰ کسه بيوزلي افغانان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول، او ورپسې په غور ولایت کې د همدغو جنایتکارو طالبانو لخوا د ۱۶ ملکي وګړو بیرحمانه وژل او په تیرو څو اونیو کې د هیواد په هر ګوټ کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې (په تیره بیا په کابل ښار کې قربانیان یې ټول ملکي وګړي وو)، له بلې خوا د بهرنیو هیوادونو په ړندو بمباریو او ډ‌زو کې د بیوزلو افغانانو وژل ټول په ډاګه کوي، چې د جګړې دواړه خواوې نه د بشر حقوق پیژني او نه ورته درناوی لري. دغه دواړه ډلې د یوې موخې لپاره جګړه کوي، چې هغه پر دې هیواد د استعمار او پردیو ولکه ده.
د طالبانو بریدونه چې قربانیان یې اکثراً ملکي او بیوزلي افغانان دي، که له یوې خوا د دغو تورمخو جنایتکارانو له انسانیت څخه لیرې څیره بربنډوي، له بلې خوا د دې لامل کیږي چې یو شمیر په اصطلاح روښن اندي ورڅخه د افغانستان د بیلابیلو قومونو تر منځ د تضادونو د راوپارولو لپاره کار واخلي او بیلابیل ملیتونه له یو بل سره دښمنان کړي. دغه د پردیو تالي څټي په دې ښه پوهیږي چې طالبانو ته دم مهال نه قوم او ژبه اهمیت لري او نه هم دین او مذهب، ځکه که دوی په قوم او ژبه باور درلودای او یا هم په دین او مذهب، نو هیڅکله به یې د خپل قوم او ژبې او دین او مذهب پلویان نه وژلی.
د تیرو دیارلس کلونو جګړو په کراتو په ډاګه کړې چې د دې جګړې اصلي قربانیان زموږ د هیواد تر ټولو بیوزلي او زیارکښ اوسیدونکي دي چې نه یې په بهرنیو ترهګرو (امریکایي او ناټويي) زور رسیږي او نه هم په طالب ترهګرو. له دې کبله ډیری افغانان نه د بهرنیو ملاتړ کوي او نه هم د طالبانو، ځکه دواړه ورته د یوې سکې دوه مخه ښکاري او له دې کبله غواړي چې ژر تر ژره بهرنیان خپلې پښې سپکې کړي، او طالبان او نور کورني جنایتکاران هم د خپلو کړنو سزا وویني.

هیچ نظری موجود نیست: